د افغانستان ماشومانو کې د سختې لوږې د خپرېدو خبرداری ورکړل شوی

د ماشومانو د ژغورنې صندوق خبرداری ورکړی چې روان ژمی کې به له درېیو ماشومانو څخه یو، چې دا د افغانستان د ټولو ماشومانو ۳۶ سلنه جوړوي، له سختې لوږې سره مخ وي؛ دا رقم د تېر کال پرتله ۱۸ سلنه ډېر شوی او د هېواد د بشري وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په دغه تازه راپور کې ویل شوي چې تر مارچ ۲۰۲۶ پورې به شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان له خورا شدیدې لوږې سره مخ شي. دا حالت د افغانستان نازک بشري وضعیت ته نور هم کړکېچ ور اضافه کوي.
د راپور له مخې، دا مهال نژدې ۳.۷ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځه کلونو کم دي، د شدیدې خوارځواکۍ ښکار دي. د دوامداره روغتیایي او تغذیوي خدماتو نه شتون که دوام وکړي، نه جبرانېدونکي ناورینونه به رامنځته کړي.
صندوق اټکل کړی، چي نژدې ۱.۲ میلیونه امېندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به هم د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. مرسته کوونکې ادارې ټینګار کوي چې پراخ محدودیتونه، شدید فقر او د طالبانو حکومت د اساسي خدمتونو په برابرولو کې بېوسۍ د لوږې بحران نور هم ژور کړی او ماشومان یې د دې بشري ناورین په لومړۍ کرښه کې درولي دي.




